دمصنوعي ټولټاکنو له پاره ډله ايز ي وژني
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

06.05.2009  

                                                                                                 

                                          

ستـــادظــلـم کـښتي  ورانه سوه،  ډوبــــيـــږي

هـريــرغــل پـــردې وطــن بـانـــدي ماتــــيږي

ښه به داوي چه دپښې ځـاي دې  پيدا کړي

که نه بد چل ، دبرايدن درباندي کيږي

لوي سکــندر په تــعجــب وودې ولـس تــــه

ځــکه  پــلان دهر  غلـيم دلــته شـنـــډيـــــږي

 

دافغانستان په ګوټ ، ګوټ کښي ډله ايزي وژني ديرغلګرو له خوا څخه په داسي وخت کښي تر سره کيږ ي چه دامريکا نوي اداري مشر اوباما دچينج  يا تغير دسياست د اعلان څخه نيژدي څلور مياشتی تيريږی  ۰ ولي  په لمړي سر کي يو شمير افغانانو فکر کاوه چه ددې  سياست په عملي کولو سره به  شايد  په افغانستان کي دبوش داداري ودې جوړي کړي ډرامي ته خاتمه ورکول سي ۰ اوشايد دانوي اداره به   په افغانستان کي   دزور ګويي او تکبر دسياست څخه   فاصله ونيسي ۰ او پر ځاي به   يي دملي روغي جوړي د سياست دپولي کولو له پاره به دوي  دافغانستان ددولت دمسلحو سياسي مخالفينو( مقاومت ) سره بيله قيد او شرطه دملګرو ملتونو تر مشري لاندي وخبروته حاظر سي ۰ او دافغانستان  اوسني لانجه به  ديوه نړيوال کنفرانس له لاري څخه حل وفصل کړي ۰ ولي بر عکس وروسته دامريکا دنوي اداري سياست دطالبانو په وړاندي دبوش تر سياست هم تيره سو۰لمړي داچه دامريکا نوي اداري  ديرغلګر ځواک دتقوي له پاره دنوو ديرش زرو عسکرو ليږل  هم اعلان کړل ۰ چه دعسکرو دليږلو لړي يي عملأ شروع سوي ده ۰ دوهم  کوم وخت چه محترم کرزي دهاګ دنړيوال   کنفرانس څخه راستون سو دژور نالستانو په وړاندي يي دنورو خبرو تر څنګ  داسي وويل : چه دافغانستان دولت حاظر دي چه دميانه رووطالبانو سره خبري وکړي ۰ په دي شرط چه اساسي قانون ومني ، سلاح پر مځکه کښيږدي ۰ ولي نوي شرط چه يي پر اضافه کړي ، هغه دادي چه دخارجي استخباراتو سره به په اړوند کي نه وي ۰په پښتو کي يو متل دي چه وايي : جنګ چه نه کوي نو لويه ډبره اخلي ۰  داشرط په داسي حال کي ايښوول کيږي چه دافغانستان لوي

   اکثريت   لوړ پوړي چارواکي دبهرنيو هيوادونو دمختليفو استخباراتي  شبکو  سره په اړوند کي او دهغو له خواه څخه پيشنهاداو مقرر   سوي دي ۰  چه په  بر طرفۍ  باندي يي  دولسي جرګي زور هم نه  دي رسيدلي او نه  رسيږي او داهم بايد وويل سي چه داخارجي چارواکي هر چا ته په خپله هينداره کي ګوري ۰

دافغاني جمعي رسنيو په حواله

بايدوويل سي چه يرغلګر ځواک په  تيرو دووشپوکي دفراه دولايت دبالاي بلوک د  ولسوالۍ دوه کلي داسي تر شديدو بمباردونو لاندي راوستل ،چه ددې دوو کلو ټول  ( واړه ، زاړه ، ښځي اوځوانان ) دشپي په خواږه خوب کښي بيده  حتی خيني ماشومان دخپلو ميندو په غيږ  کي په خپلو خوږو خوبونو کي غرق وه ، چه ناببره دامريکا او ناټو دبي رحمه ځواکونو تر هوايي بمباردونو لاندي داسي راغلل ، چه  تر سلو ډير يي  ددې  بي رحمه ځواک له خوا ه  په شهادت و رسيدل ، چه حتي  نورو خپلوانو يي  دخپلو شهيدانو پيژند ګلوي هم  نه سواي کولاي ۰  او وڅنګ ته يي بيا په لس هاوو نور شديد ټپيان سول ،دا  بمباردونه دفراه په ولايت کښی په داسي وخت کښی تر سره کيږي ،  چه د افغانستان  دولت مشر دامريکا په رسمي سفر باندي بوخت دي۰ او داسي معلوميږي چه دنورو خبرو وڅنګ ته  دجمهوري رياست ددوهمي دوري له پاره نوي  توره کړۍ هم  تر لاسه کوي۰ اوغواړي چه   دنورو  څلورو کلونوله پاره د افغان ملي ګټو ضد ټيم ( جنګ سالارانو  او ځينوخاصو  تيکنوکراتانو )  سره يو ځای دنا ټو په زور   پر دې  زوريدلي ملت باندي نوره هم  چپه ميچن وڅرخوی ۰ ځکه نو دفراه دولايت پر دې ناورين باندي چه ديرغلګر ځواک له خوا څخه تر سره سوو،  تر اوسه پوري دمحترم کرزي له خوا څخه کوم عکس العمل نه دي ښکاره سوي  ۰  اودچوپ او  چوپتيالاره يي  اختيار کړي ده ۰په داسي حال کي چه محترم کرزي بايد په   وطن کښي ددغسي لوي ناورين دتکرارآپيښيدو له عمله هم هلته خپله استعفاوړاندي کړي واي چه نوم به يي په تاريخ کښي په زرينو ليکو ليکل سوي واي اويا حداقل دفراه دولايت دخلګو سره دغم شريکي  او جدي برسي له پاره

دامريکا سفرداعتراض په ډول  پر نيمايي پري ايښې ، او مستقيم يي دامريکا څخه دفراه پر لور سفر کړي واي  ۰  چه په نتيجه کي به  نه تنها دفراه خلګو په زړونوکي به يي محبوبيت پيداکړي واي بلکه ټول افغان ولس به ځيني خوشحاله سوي واي ۰ په داسي حال کي چه  ولسي جرګي هم دپخوا په څير ددې لوي بشري جنايت په مقابل کي دملت دارادي څخه ليري ډير ضعيف عکس العمل ښکاره کړ ۰ چه تاريخ به هيڅ وخت داسي په نا مه دخلګو استاځو او چارواکو ته بخښنه ونه کړي ۰ 

  اوس نو داسي سوالونه  رامنځ ته کيږي :

ـــ ايا تاسو اوسنيو کانديدانو ته دغه  ښايي چه ددغسي مصنوعي ټولټاکنو دزميني دمساعده کولو   له پاره دي  داسي بي ګنا ه انسانان قرباني سي ۰

ـــ تاسو ددغه جناياتو په مقابل کي  دافغان ملي ګټو په نظرکي نيولو سره کوم عکس العمل ښکاره کړ ۰

ـــ ايا دغه به ستاسو دپاره وياړ وي چه ددغونو ډيرو بي ګناه ( ماشومانو ، ښځو ،زړو او ځوانانو دشهادت په نتيجه کي دا امريکايي تاج پر سر کړي ۰

ـــ ولي ددې مصنوعي ټولټاکنو پر ځاي دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل لاره نه نيسي ۰ چه هم پاک خداي (ج) در څخه راضي وي اوهم به دازوريدلي ملت ۰                          


May 9th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات